IQNA

الکوثر چینل!

د مفازا قرآنی نړیوالاو سیالیو د نولسم پړاؤ  لپاره بلنه خپره شوه

13:59 - November 26, 2025
د خبر لمبر: 3492068
ایکنا - د الکوثر نړیوال  ټيلیویژني  چینل د رمضان  المبارک د میاشتې، چې د قرآن پسرلی بلل کېږي، په رارسېدو سره د مفازا په  نامې سره د قرآن کریم د نولسمې نړیوالې سیالۍ د جوړېدو خبر ورکړی دی.

  ایکنا نیوز د الکوثر نړیوال ټیلیوژنی چینل  د عامه اړیکو له قوله راپور راکړ، د مفازا په نامې سره  د قرآڼ  د نولسم   پړاؤ د نړیوالو سیالیو نوم‌لیکنه پیل شوې ده.

دا سیالي د اسلامي هېوادونو او ټولې نړۍ په کچه لومړۍ ټيلیویژني  قرآني تلاوتي سیالي ده چې له ۱۹ کلونو راهیسې هر کال د  رمضان المبارک  په میاشت کې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

د ګډون لپاره د  ګروهمنو مرحلې

لومړئ مرحله : نوم‌لیکنه

د نوم‌لیکنې پیل:   د حضرت فاطمه زهرا (س) له نیکمرغه میلاد سره په یووخت د لیندئ له شلمې نیټې.

نهائي مرحله: د سلواغې تر  ۱۳ پورې   چې د  حضرت   امام علي (ع) د نیکمرغه میلاد ورځ ده.

ګډونوال  د الکوثر دچینل  له وېب‌سایټ www.alkawthartv.ir

 څخه یا د واتساپ/ټیلیګرام له لارې په  00989108994025  ټيلیفوني شمیرې نوم لیکنه کولی شي.

 دوهمه مرحله: د تلاوت لېږل

ګډونوال باید کابو  درې دقیقې غږیز یا ویډیوئي تلاوت د لاندې برخو له یوې برخې څخه واستوي:

 له  ۱۳ تر ۱۶ پورې آیتونه  د  انعام سورې ،

د ابراهیم سورې له   ۴۷ تر ۵۱  پورې آیتونه

 د نحل سورې له  ۴۱ تر ۴۴  پورې آیتونه

  در یمه مرحله : دقاضیانو او د غوره کسانو ټاکنه

د قضاؤت له  لومړنۍ  مرحلې وروسته، ۹۶ تنه د پروګرام لپاره غوره کېږي.

هر ګډونوال ته ځانګړی برخه ورکول کېږي چې باید په درو ورځو کې  خپل  تلاوت ولېږي.

ټاکل شوي ګډونوال باید د رمضان په میاشت کې د خپرونې پر مهال د اسکایپ له لارې آنلاین حاضر وي.

نیمه‌نهائي او نهایي مرحلې

له ۹۶ کسانو څخه ۲۴ غوره قاریان (له هر هېواده تر ډېره حده یوازې  دوه تنه) نیمه‌نهایي ته لار مومي ، او یو کس د مخاطبینو په رأیو ور زیاتېږي.

په پاي کې ۵ غوره قاریان د پنځو بېلابېلو هېوادونو څخه وروستي پړاو ته رسېږي چې ان‌شاءالله د د روژې دمبارکې میاشتې د نیکمرغه اختر  په  شپه به ترسره شي.

د ګډون شرطونه

عمر باید ۱۷ کلونه یا تر هغه پورته وي

بشپړه نوم‌لیکنه له نوم، هېواد، عمر، د اړیکې شمېرې سره.

د ټاکل شوې برخې تلاوت لېږل د سورې  او آیتونو په یادولو سره.

دا سیالي د الکوثر نړیوال چینل  د معارفو د ډلې پورې اړه لري، او د دې ستر پروګرام تولید د تېر کال په څېر ‌تجربه لرونکي د صدا و سیما د تولیدوونکي، سید نعمت‌الله اسماعیلي په غاړه دی.

https://iqna.ir/fa/news/4319189

captcha